په کاپیسا کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۱ - ۱۲:۱۲
کاپیسا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د کاپیسا ولایت د حصه دوم کوهستان ولسوالۍ په بته زار کاریزي کلي کې د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.

دا شبکه په سولري سیستم سنباله ده ۲۰ متر مکعبه یوه لوړه زیرمه، یوه څاه او احاطوي دیوال لري او په بشپړیدو به یې ۳۸۰ کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS