په هرات کې د ۱۷ پراختیایی شورا ګانو غړو ته د کرونا ويروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۹:۲۰
هرات

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او دعامی روغتیا وزارت د لارښود له مخې د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ ۱۷ پراختيايي شورا ګانو ته د کرونا وايروس او د خوراکي توکو د کمیټې د جوړیدو په اړه کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې د کرونا وایروس ناروغانو د نښو ، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وايروس د لېږد د مخنیوي د لارو چارو او د روغتیایي اصولو په پام کې نیولو په اړه لازم پوهاوی ورکړل شو، د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به له ځایي اوسیدونکو سره شریک‌ کړي.

پدې کمپاین کې همدارنګه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د مرستندویه برخې د پیل لپاره د موادو ویش کمیته هم جوړه شوه نوموړې کمیته د پراختیایې شورا له فرعي کمیټو څخه چې په هغه کې ځوانان، ملا امامان او زیانمنونکې برخه شامل دي ، جوړه شوه چې په راتلونکې کې په بیړنیو حالاتو کې له خلکو سره مرسته وکړي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS