په مې میاشت کې د ۳۲۲ کلیو ۹۱۰۰۰ کسانو ته د کرونا پر اړه پوهاوی ورکړل شوی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د پروګرام حفظالصحوي کارکوونکو، د روان میلادي کال په مې میاشت کې د هېواد د اتو ولایتونو لکه (بادغیس، بامیان، ډایکنډي، هِلمند، کندهار، پکتیکا، بدخشان او ننګرهار) په ۳۲۲ کلیو کې څه باندې ۹۱،۰۰۰ کسانو ته د کرونا وژونکي ویروس څخه د ځان ساتنې په اړه د عامه پوهاوي ټریننګونه تر سره شوي دي.
