په ننګرهار کې دیوه سړک د جوړیدو چارې پای ته نږدې شوي دي

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۱ - ۹:۲۵
ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه پراختیا پروګرام(Regional Program) لوری دننګرهار ولایت د کوز کونړ ولسوالۍ په خرم کلي کې د څه د پاسه درې کیلومتره په اوږدوالي او ۴ متره پلنوالي په لرلو سره یو سړک او نور اړین ساختمانونه په کانکړیټي بڼه جوړیږي.

یاد سړک چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له بودیجې څخه د ۲۳ میلونه افغانیو په لګښت په کانکریټي ډول جوړیږي، اوس مهال یې د جوړیدو چارې مخ په بشپړیدو دي.

دغه سړک د کوز کونړ ولسوالۍ ۶ کلي یو له بل سره نښلوي چې نږدې ۳۰۰۰ کورنیو ته ترانسپورتي او دغه راز د ځمکو د حاصلاتو لیږد لپاره سهولتونه رامنځ ته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS