په کابل کې د اوبولګولو د کانال پروژه بشپړه شوه

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۳/۱۴ - ۵:۵۳
کابل

په کابل ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د اوبو لګولو د کانال د پروژې دویمه برخه چې څه باندې ۱ میلیون افغانۍ ارزښت لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دغې پروژې په ترڅ کې د دغه ولایت د ده سبز ولسوالي په تره خیل بالا کلي کې د ۲۳۸ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال جوړ شو.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې د کرنې د پرمختیایي نړیوال صندوق ( IFAD ) له لوري تمویل شوې ۱۱۸۹ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۱۷۵۰ اوسیدونکي له دغې پروژې ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې د دغه کانال له لارې د سیمې ۱۰۵ جریبه کرنیزه ځمکه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راغلې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۶:۳۳
Background image

په کندهار ولايت کې يو استنادي دېوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کندهار ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولايت د ارغستان ولسوالۍ په خوګياڼو کلي کې د څه باندې (۱،۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۳۰) مترو په اوږدوالي د يوه استنادي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴
Background image

په لوګر ولایت کې د (۱۱) کیلو متره اسفالټ سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب له خوا د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۴۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۱) کیلو مترو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

BACK TO NEWS