په پنجشیر ولایت کې د پراختايي شوراګانو ۴۶ کورنیو غړو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۲/۲۴ - ۱۴:۱۷
پنجشیر

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري او د عامې روغتیا وزارت د لارښود سره سم د پنجشیر ولایت د رخې ولسوالۍ د اسپانیا او یبدیا کلیو د پراختیایي شوراګانو ۴۶ تنو کورنیو غړو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو. په دغه کمپاین کې د کاسا ۱۰۰۰ حمایتی پروګرام د ټولنیزو کارمندانو په ملګرتیا د شوراګانو غړو ته د کرو نا ویروس د وقایې، د لیږد د مخنیوي د لارو چارو او د ویروس د خطرونو څخه د ځان ساتنې په هکله لازم مالومات وړاندې شول. دوی هم د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کرونا په اړه د عامه پوهاوي هرکلی و کړ او ژمنه یې و کړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا ویروس د مخنیوي په هکله خپل مسؤولیت ادا کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS