په بامیان کې د کرونا وایروس پر وړاندې د عامه پوهاوي کمپاین ترسره شو

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۳ - ۲۱:۵۳
بامیان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام سیمه ییزو کارکوونکو د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ په کلیوالي سیمو کې د خپلو ورځنیو کارونو د کولو لکه: د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د خلکو خوځښت، د سپما ګروپونو څخه څارنه، د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو او د تولیدي ګروپونو د تشکیل سربېره د کرونا وایروس او د دې وبا پر وړاندې د احتیاطي تدابیرو او د اړوندو موضوعاتو په اړه د پوهاوي کمپاین تر سره کړ.

د عامه پوهاوي دا کمپاین د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د ۳۸ کلیو د ۳۹۰ سپماګروپونو، د پور او سپما د ۲۱ کلیوالي اتحادیو او د ۱۵تولیدي ګروپونو کلیدي غړو ته چې نارینه او مېرمنو پکې ګډون درلود، وړاندې شو.

په دې کمپاین کې د عامې روغتیا وزارت د لارښوونو سره سم؛ په پرله‌پسې ډول د لاسونو د وینځلو، د کور د وسایلو د پاک ساتنې په موخه د عفوني ضد موادو کارولو، په عمومي ځایونو کې د ماسک اغوستلو، د والګي له ناروغانو څخه چې ټوخی یا زکام لري، د لرې پاتې کېدو، د وګړو ترمنځه د واټن ساتلو، ګڼې-ګوڼې ته د نه ورتللو او تر ډېره بریده په کور د پاتې کېدو په اړه کلیوالو ته معلومات وړاندې شول.

د یادونې ده، چې له دې وړاندې د کورونا وایروس پر وړاندې د حفاظتي تدابیرو د نیولو په اړه د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام له‌خوا د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې د پروګرام ګټه اخیستونکو ته معلومات وړاندې شوي‌وو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS