په جوزجان کې د کلي د ۲۱ پراختیایي شورا ګانو اړوندو ۶۰۷ تنو کلیوالو ته د کرونا وايروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه د جوزجان ولایت د شبرغان او فیض آباد ولسوالیو د ۲۱ پراختيايي شورا ګانو اړوندو ۶۰۷ تنو کلیوالو ته د کرونا ويروس په اړه کمپاین ترسره شو. په دغه کمپاین کې د کرونا ویروس د خطرونو، له هغې څخه د ځان ساتنې او د ويروس د لېږد د مخنیوي د لارو چارو په برخو کې لازم پوهاوی ورکړل شو د پراختيايي شورا ګانو غړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به د خپلو ولسوالیو له اوسیدونکوسره شریک کړي.
