په فاریاب کې د۲ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو دیوې شبکې کار بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت دولسي تړون پروګرام داوبو رسولو ملي شبکې له لوري دفاریاب ولایت دخان چهار باغ ولسوالۍ په عربشا تراقچي کلي کې د۲ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه.
دا شبکه یوه نیمه ژوره څا، ۲۳ متر مکعبه یوه ذخیره، ۲کیلو متره پایپ او ۱۱ شیر دهنونه لري، او دجوړولو په ترڅ کې فني او غیر فني کارکوونکو ۱۱۸۹ کاري ورځې را منځ ته شوې وې.
باید ووایو چې ددې شبکې په جوړیدو سره به ۲۴۱ کورنۍ دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
