په ننګرهار کې پر ۱۰۰۰ کورنیو خوراکي توکي وویشل شول
د ننګرهار کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست ترچتر لاندې د خوړو نړیوال پروګرام WFP په مالي مرسته د FGA په تخنیکي همکارۍ د دویم ځل لپاره د دوربابا په لرې پرتې او غرنۍ ولسوالۍ کې ۱۰۰۰ اړمنو او مستحقو کورنیوته مرستې وویشل شوې.
پدې مرستو کې د دوه میاشتو لپاره خوراکي توکي چې ۱۰۰ کیلو ګرامه اوړه ،۸،۵ لیتره غوړي شامل وه ۱۰۰۰ بې وزله او مستحقو کورنیو ته وویشل شول.
