په هرات کې د کوچیانو د ایلبند د ۶ پراختیایي شوراګانو غړو ته د کرونا وایروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو
د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لورِي د هرات ولایت د شینډند ولسوالۍ د کوچیانو د ا یلبند د ۶ پراختیایي شوراګانو غړو ته د کرونا وایروس په اړه کمپاین تر سره شو. په دغه کمپاین کې د کرونا وایروس د وقایې، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وایروس د لیږد د مخنیوي د لارو چارو په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو، د کوچیانو د یاد ایلبند د پراختیایې شورا ګانوغړو ژمنه وکړه چې دا مالومات به د کوچیانو د ایلبند په کچه له نورو سره هم شریک کړي. د یادونې وړ ده چې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لورې په شینډند ولسوالۍ کې کوچیانو ته د کرونا وایروس په هکله دا لمړنی کمپاین دی.
