په خوست ولایت کې کلیوالي مېرمنو ته د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۸ - ۲۰:۳۵
خوست

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام له لوري د خوست ولایت په مرکز او مندوزۍ ولسوالیو کې د ښځینه کارمندانو له لوري د کرونا وایروس څخه د مخنیوي په موخه د روغتیایي سپارښتنو عامه پوهاوی کلیوالي مېرمنو ته ورکړل شو.

دا کارمندان د خپلو ورځنیو چارو او دندو تر څنګ کور په کور او کلي په کلي د سپما ګروپونو او د پور او سپما د کلیوالي اتحادیو ښځینه غړیو ته د یاد وایروس د مخنیوي په اړه سپارښتنې کوي.

د دې ګروپونو غړي د یاد کمپاین څخه خوښ برېښي او ژمنه کوي، چې زده‌شوې سپارښتنې به د کلي له نورو کورنیو او مېرمنو سره شریکوي. تر څو وکولای شي، د دې وژونکي وایروس له زیانونو څخه ځان او کورنۍ وژغوري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴
Background image

په لوګر ولایت کې د (۱۱) کیلو متره اسفالټ سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب له خوا د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۴۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۱) کیلو مترو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

BACK TO NEWS