په هرات  ولایت کې د ۸ پراختیایي شوراګانو غړو ته د کرونا وایروس په هکله عامه پوهاوی ورکړل شو

Ehsan_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۲/۷ - ۱:۲۴
هرات

د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت  د ولسي تړون ملي پروګرام له لورِي د هرات ولایت د اوبه ولسوالۍ د  ۸  پراختیایي شوراګانو غړو ته د کرونا وایروس په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو. په دغه شوراګانو کې نارینه او ښځینه غړو ګډون درلود چې هغوی ته د کرونا وایروس د خطرونو، له هغې څخه د ځان ساتنې او د وایروس د لیږد د مخنیوي د لارو چارو په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو. دوی ژمنه وکړه چې دا مالومات به د خپلو کلیو په کچه له خلکوسره شریک کړي. د یادونې وړده چې د اوبه ولسوالۍ د هرات ولایت له لرو پرتو سیمو څخه ده چې تراوسه پکې خلکو ته د کرونا وایروس په هکله لږ پوهاوی ورکړل شویدی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS