په کندز کې له ۲۲ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
له ۲۲ بیوزلو کورنیو سره دڅه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د کندز ولایت د ترکمن های حاجي دولت د کلي په پراختیایي شورا کې د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې اوړه، غوړي، وریجې، مالګه او بوره پکې شامل وو.