کلیوالو ته د کرونا وایروس په اړه عامه پوهاوی په چټک ډول روان دی

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۲/۱ - ۱۲:۰
انکشاف اقتصاد روستایی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام ولایتي کارمندان هڅه کوي، چې د خپلو ورځنیو چارو تر څنګ کلیوالو ته د کرونا وژونکي وایروس په اړه عامه پوهاوی هم ورکړي، چې په څه ډول سره کولای شي، ځانونه او کورنۍ له دې وایروس څخه په امان کې کړي.

د خوست ولایت د اسماعیل‌خېلو او مندوزي ولسوالۍ هغه سیمې دي، چې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروگرام کارمندان په‌کې د ورځنیو چارو تر څنگ هره ورځ کلیوالو ته د کرونا وایروس په اړه معلومات ورکوي. د عامه پوهاوي په‌دې کمپاین کې کارمندان کلیوالیو ته د چاپي موادو د ورکړې تر څنگ د عامې روغتیا وزارت هغه سپارښتنې تر کلیوالو رسوي، چې د کرونا وایروس د مخنیوي او وقایې په برخه کې شریکې شوي‌دي.

د کرونا وایروس د خپرېدا د مخنیوي په برخه کې له حکومت او په ځانگړي ډول د عامې روغتیا له وزارت سره د کلیوالو د همکارۍ جلبول هغه څه دي، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي کارمندانو له لوري بار بار کوښښ کېږي، چې کلیوالي تشویق کړي، چې د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې ومني.

د یادونې وړ ده، چې په خوست ولایت کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د کارمندانو له لوري د کرونا وژونکي وایروس د خپرېدو د مخنیوي چاپي مواد د کارمندانو په شخصي لګښت چاپ شوي‌دي، چې دا د دوی د لوړ او عالي احساس ښکاروندی دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم، د دغه وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې، د څارنې او ارزونې ریاستونو انجنیرانو د قادس ذخیروي بند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

BACK TO NEWS