په بدخشان کې د څه باندې ۲.۷ میلیونه افغانیوپه لګښت د محافظوی دیوال د جوړیدو کار روان دی
د څه باندې ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د یوه د محافظوی دیوال د جوړولو کار د بدخشان ولایت د تشکان ولسوالۍ اړوند د دودگه کلي د پراختیایي شورا له لوري روان دی. دغه دیوال ۱۰۰ متره اوږد والي او ۶.۵ متره لوړ والی لري چې کار یې تر اوسه ۷۰ سلنه پرمختګ کړیدی. د نوموړي دیوال د کار په بهیر کې به ماهرو اوغیرو ماهرو کاریګرو ته به ۱۶۸۵ کاري ورځې رامنځته شي او د بشپړیدو وروسته به ۹۷ کورنۍ ترینه ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې دغه دیوال به د ۸۰ کورنیو ۵۰ جریبه ځمکه د سیلابونو له خطر څخه خوندی کړي.