د ننګرهار ولایت کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست او د کامې ولسوالۍ د ډاګ میرزاخیلو پرمختیایی شورا ترمنځ د ۱۳ میلونه افغانیو په ارزښت د یوه بولډر وال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو
د ننګرهارکلیو بیارغونې او پراختیا رییس انجینر امان الله میاخیل وویل دغه بولډر وال د کلیو پراختیا وزارت د سیمه ییزې پراختیا پروګرام له بودیجې څخه څه د پاسه ۱۳ میلونه افغانیو په لګښت جوړیږي چې دکامې ولسوالۍ د ډاګ میرزاخیلو، قطب خیلو او کوز میرزاخیلو په سیمو کې نږدې ۱۲۰۰ جریبه ځمکه د سیلابونو له ګواښ څخه ژغوري.
د قرارداد د لاسلیک پرمهال د ننګرهار کلیو بیارغونې او پراختیا رییس له اړونده قراردادي شورا څخه غوښتنه وکړه چې د کار کیفیت او کمیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پروژې ټولې چارې د پروپوزل د مشخصاتو مطابق ترسره کړي چې د یادې شورا لخوا د کار د ښه کیفیت په اړه ډاډ ورکړل شو.
