کلي په کلي، کور په کور د کرونا وایروس سره مبارزه

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱/۲۸ - ۰:۱۱
بامیان

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروگرام هڅه کوي، چې کلي په کلي او کور په کور د کرونا وژونکي وایروس په اړه عامه پوهاوی رامنځ‌ته کړي، تر څو د بې‌وزله هېوادواله ژوند ته پېښ گواښ کم کړي.

په‌همدې لړ کې له هرات، بلخ، خوست او کندهار ولایتونو څخه وروسته د بامیان ولایت د یکاولنگ ولسوالۍ په قرغان او گیرو زارین کلیو کې د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ.

په‌دې کمپاين کې د گډون‌کوونکيو ته سپارښتنه وشوه، چې فزيکي واټن مراعت، لاسونه ورځ کې څو وار په گرمو اوبو مینځل، د رېزش او زکام پر مهال خپله کاسه او د خوراک لوښې بېلول او له نورو واټن نېول...او نورې گټورې سپارښتنې شریکې شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۹:۱
Background image

په کابل کې د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده د خپل کار په دفتر کې د ایران هېواد لپاره د افغانستان اسلامي امارت له سفیر مولوي فضل محمد حقاني او مل پلاوي سره وکتل

په دې ناسته کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن حلیم صاحب هم ګډون درلود، محترم حقاني صاحب په ګاونډي هېواد ایران کې د مهاجرو افغانانو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۳۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال معرفي شو

ملا نثاراحمد نصرت چې د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم په اساس د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو د مرستیال په توګه ټاکل شوی وو نن. . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزیر غور ولايت ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد يونس اخندزاده او مل پلاوي غور ولايت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له رئیس او. . .

BACK TO NEWS