کندز ولایت کې د پراختیایي شورا گانو غړو او کلیوالو ته د کرونا ویروس په هکله عامه پوهاوی ورکړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام په لارښوونه او د عامې روغتیا وزارت په مرسته د کندز ولایت د چهاردرې ولسوالۍ اړوند د نواباد کونجک او عرب تپه کليو پراختیایي شورا گانو غړو او کلیوالو ته د کورونا ویروس د خطرونو، له هغې څخه د ځان ساتنې او د ویروس د لیږد د مخنیوي د لارو چارو په هکله لازم پوهاوی ورکړل شو. د شورا غړو او خلکو د ولسي تړون ملي پرو ګرام له لوري د کرونا په هکله د عامه پوهاوي هر کلی و کړ او ژمنه یې وکړه چې په خپله سیمه کې به د کرونا د مخنیوي په اړه خپل مسئولیت ادا کړي.
