په کندهار ولایت کې د کرونا وایروس سره د مبارزې په موخه د سپما ګروپو ته د عامه پوهاوي لړۍ پیل شوه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱/۲۳ - ۲۰:۱۴
قندهار

دا چي کرونا وژونکی ویروس دی او ټوله نړۍ يې د خطر سره مخ کړې‌ده، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام د جنوب لویدیځ زون ساحوي دفتر په نوښت په کلیو کې د پور او سپما ګروپونو او اتحادیو ته د کرونا ویروس څخه د ځان ژغورنې پوهاوی ورکول کیږي، چي په ترڅ کي به يې د کندهار په ډنډ او دامان ولسوالیو کي د پوهاوي یاده پروسه پلې شي.

د کرونا ویروس سره د مبارزې په لړ کې په لومړي ځل د کندهار په دامان ولسوالۍ کي د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د سپما ګروپو غړیو ته د یاد وژونکي ویروس په اړه معلومات وړاندي شول.

خلکو ته سپارښتنه وشوه، تر څو د ویروس سره د مبارزې په موخه د امکان تر حده په خپلو کورونو کې پاتې شي، د ګڼې ګوڼې ځایونو ته د تګ څخه ډډه وکړي، لاسونه په ورځ کي شل ځلې د شلو ثانیو لپاره په صابون ووینځي، په یوه کاسه کې د ډوډۍ خوړولو څخه ډډه وکړي او ورسره نورې مشورې شریکي شولې.

همدارنګه د یاد ویروس د علایمو څرنګوالي او وروسته يې پر لارو چارو بحث وشو.

ګډونوالو د یاد پوهاوي څخه خوښي وښوده او غوښتنه يې وکړه چې نورو خلکو ته دې هم دا ډول معلومات ورسول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS