په خوست کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲۰ متره پل جوړ شو
د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د ۶۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۲۰ متره پل، چې د خوست د باک او ځاځي میدان ولسوالیو د خلکو ترڅنګ به ځینې وخت د پکتیا ولایت د ځینې ولسوالیو خلک هم پرې خوست ښار ته تګ او راتګ کوي، چارې یې بشپړې او ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د دې پل په کاري بهیر کې د سېمې خلکو ته ۱۰ زره کاري ورځې ایجاد شوې او له ۱۶ زرو څخه زیاتې کورنۍ به له دې پله ګټه اخلي.
