کندهار ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام گټه اخیستونکیو په لومړي ځل ماسکونه جوړ او بازار ته عرضه کړل

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱/۲۲ - ۱:۳۲
قندهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام تولیدي ګروپونو په کندهار ولایت کې د کرونا ویروس سره د مبارزې د هلو ځلو په لړ کې د لومړي ځل لپاره ماسکونه جوړ کړل.

د ماسک جوړولو په دې پروسه کې به ډیرو کلیوالي مېرمنو ته دکار زمینه برابره شي او د اړتیا وړ تولید به ولري.

د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام په کندهار ولایت کې تولید شويو ماسکونو ته د بازار د پیداکولو په موخه د عمده دوا پلورونکو، سوپر مارکیټونو، دوکانونو او صحي خدماتو وړاندې کوونکو سره لیدنې ترسره کړي‌دي.

په یادو وطني جوړو شویو ماسکونو کې ټول روغتیایې اصول مراعت شوي او په ښه ډول د کرونا ویروس د مخنیوي لپار کار کولای شي، د دې تر څنګ د ماسک نرخ د وارد شویو ماسکو په پرتله کم دی او هر څوک يې د رانیولو توان لري.

د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت د کرونا سره د مبارزې د مخنیوي پیغامونه هم د ماسکونو په بسته‌بندۍ کې ځای پر ځای شوي‌دي.

په لومړي قدم کې په امتحاني ډول ۴۰ ماسکونه جوړ شوي، چې د پروګرام د ولایتي کارکوونکیو له لوري د بازار د تقاضا معلومولو وروسته یې شمېر لوړ شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS