تخار کې څه باندې د ۷.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو کار روان دی

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۴ - ۱۲:۴۸
تخار

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه باندې د ۷.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوه کانال د جوړولو کار د تخار ولایت د ورسج  ولسوالۍ اړوند د ده اسحاق، ده مظفر، چاقان او شاګان دریا خان کليو د پراختیایي شوراګانو لخوا روان دی. د دغه کانال مجموعي اوږدوالی ۱۶۴۰ متره دی چې د پروژې د جوړولو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته به ۳۷۲۴ کاري ورځې رامنځته شي او د کلي ۲۵۹ کورنۍ به ترینه ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال په ګټې اخیستنې سره  به د کلیوالو ۲۰۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS