د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام د همکارو موسسو استازو د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو له معین سره ناسته وکړه

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۷ - ۱۱:۹
معین برنامه ها

د کلیو بیارغونې ا و پراختیا وزارت د پروګرامونو د معین ښاغلي شهزار ځدراڼ او د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام د همکارو موسسو د استازو ناسته ترسره شوه. لومړی د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام سرپرست اجرایوي رییس ښاغلي محمد وحید ابراهیمزاده د همکارو موسسو (COAR,CHA, AKF, ADA,FGA ) له استازو څخه د مننې ترڅنګ وغوښتل، چې په هغو ولایتونو کې چې د دوی له‌خوا پروګرام پلي کیږي؛ د پروګرامونو محترم معین ته په بشپړ ډول د پروګرام د پلي کولو په اړه د خپلې تګلارې په اړه معلومات وړاندې کړي. له هغه وروسته د پروګرامونو معین ښاغلي شهزار ځدراڼ د همکارو موسسو استازو ته ښه راغلاست وویل او بیا یې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د اقتصادي ستونزو په پام کې نیولو سره د پروګرام د همکارو موسسو استازو ته د معلوماتو ترڅنګ سپارښته وکړه، چې تاسو باید د افغانستان د کلیوالي دودونو په پام کې نیولو سره د پروګرام لپاره خپل خدمتونه په ډېر صداقت وړاندې کړئ. د پروګرامونو د معین له وینا وروسته د پروګرام همکارو موسسو استازو د خپلو تګلارو په اړه جوړ شوي پرینزټیشنونه په نوبت وړاندې او هرې موسسې د پروګرام د فعالیتونو د پلي کولو لپاره پخپلې ادارې کې د جلا کاري ټیم د تشکیل یادونه وکړه. په پای کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین د همکارو موسسو له استازو څخه یو ځل بیا مننه وکړه او د هغوی په تګلارو کې یې د دې ټینګار وکړ چې تاسو باید په سیمه کې د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه ځایي خلک استخدام کړئ، ترڅو په سیمه ییزه کچه د لوړو زده کړو لرونکو ځوانانو ته د کار فرصتونه په لاس ورشي، چې د همکارو موسسو استازو په دې برخه کې د ژمنو څرګندونه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS