په دایکندی ولایت کې له ۸ اړو کورنیو سره څه باندې د ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي ي توکو مرسته وشوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د دایکندي ولایت په مرکزي ولسوالۍ د بوکله کلي د پراختیایي شورا لخوا له ۸ اړو کورنیو سره څه باندې د ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوي چې غوړي، اوړه، وریژې، چای، مکروني او بوره پکې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمی لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکولخوا د بې وزلو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.
