په ننګرهار کې له ۱۰ اړو کورنيو سره څه باندې د  ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۳ - ۵:۵۸
ننگرهار

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د ننګرهار ولايت د کامې ولسوالۍ د قلعهٔ اخوند کلي د پرمختيايي شورا له خوا له ۱۰ اړو کورنيو سره د څه باندې  ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنيز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) له خوا  چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کليوالو ته وړاندې شوې چې غوړي، اوړه او بوره پکې شامل وو.  د بې روزګارۍ او موسمي لوږې په موده کې د کليو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکوله خوا د بې وزليو دلاسنيوي فرهنګ خپروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS