د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام د ښه تطبیق په موخه د همکارو ادارو له غړیو سره ناسته ترسره شوه

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۵:۴۷
وی ار دی پی

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام په سیمه ییزه کچه د پلي کېدا په موخه له همکارو موسسو سره د دې پروګرام د کنفرانسونو په تالار کې غونډه درلوده، په ‌دې غونډه کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام مشرتابه او د څانګو مسوولینو د همکارو موسسو له استازیو سره د پروګرام د ښه تطبیق په موخه بحث او نظرونه تبادله کړل. په ناسته کې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام اجرايوي رییس ښاغلي رحمت‌الله قریشي د پروګرام په اړه عمومي مالومات وړاندې کړل او د پروګرام د ښه تطبیق په اړه يې له تېرو درسونو او زده‌کړو څخه د یادونې تر څنګ یو لړ سپارښتنې له ګډونوالو سره شریکې کړې.  د همکارو ادارو له لوري د پروګرام د ښه پلي‌کېدا په موخه ورته بحثونه د ستاینې وړ وبلل شول او خوښي يې څرګنده کړه، چې د پروګرام د مشرتابه او اړونده مسوولینو مشورې او سلاوې به له دوی سره د پروګرام په ښه تطبیق او اهدافو لاسته‌راوړلو کې اغېزمنې تمامې شي. د یادولو وړ ده، چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري مستقیماً پلی کېږي او په ۲۳ ولایتونو کې د همکارو ادارو/موسساتو له لوري تطبیقېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS