په نیمروز کې د څه باندې ۵.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې لمریزې برښنا د شبکې د جوړولو کار روان دی
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوريی د څه باندې د ۵.۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې لمریزې برښنا د شبکې د جوړولو کار د نیمروز ولایت د چهار برجک ولسوالۍ د مرکز بازار پرمختیایي شورا له خوا روان دی. دغه د برښنا لمریزه شبکه د ۱۲ اعشاریه ۸ کیلوواټو برښنا د تولید ظرفیت لري او د نوموړې پروژې د کار په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګروته ۵۴۰ کاري ورځې رامنځته شوې او د کلي ۱۱۰ کورنۍ ترینه ګټه پورته کوي. د یادونې وړ ده چې په دې شبکه کې ۷۰ تختې، ۲۵۰ واټه سولري هېندارې او ۲۲۰ امپایره ۵۰ بطريو پر نصب سربېره ۲۳۰۰ متره مزي هم غځېږي.
