په بغلان کې له ۱۰ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي ي توکو مرسته وشوه

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۴ - ۵:۳۳
بغلان

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د نایب سالار کلي د پراختیایي شورا له ۱۰ اړو کورنیو سره د څه باندې ۶۸ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) له خوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې غوړي، اوړه، وریجې، چای او بوره په کې شامل وو. د بې روزګارۍ او موسمی لوږې په موده کې د کلیو اړو کسانو ته د غله جاتو بانکونو له لارې مرسته، دشتمنو خلکوله خوا  د بې وزلیو دلاسنیوي فرهنګ خپروي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۱:۴
Background image

په لوګر ولایت کې د (۱۱) کیلو متره اسفالټ سړک د جوړولو چارې پيل شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب له خوا د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د څه باندې (۱۴۳) میلیون افغانیو په لګښت د (۱۱) کیلو مترو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۹/۳ - ۴:۴۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د لوړو زده کړو وزارت د ګډې څارنې کمېټې غونډه، د دواړو وزارتونو ترمنځ د لاسلیک شوي مخکیني ګډې همکارۍ هوکړه‌لیک د تطبیق بهیر د ارزونې په موخه، د کلیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۹/۲ - ۵:۴۷
Background image

په کندهار ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د جوړولو چارې پیل شوې

د کندهار ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ارغستان ولسوالۍ په ماکوان خانزي کلي کې د څه باندې (۶،۱) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند (چکډیم) د. . .

BACK TO NEWS