په وردګو ولايت کې څه باندې ٣٠٠  کورنيو د څښاک اوبو ته لاس رسي پيدا کړ

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۶:۳۸
Wardak

د کليوبيارغونې او پراختيا وزارت د اوبو رسولو او روغتيا ساتنې پروګرام له لوري د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په بېلابيلو سيمو کې د څښاک د اوبو ١٣ څاګانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. يادې ١٣ څاګانې د سيداباد ولسوالۍ په زرني، هفت اسياب، اوتړي، پاينده خيلو، قاضي کلا، کده لک، دوراني تنګي، معين خېلو، خواجه کوټګي، صدوخېلو، جان خان او تره خېلو سيمو کې د لاسي بمبو په نصبولو سره په اساسي بڼه کيندل شوي. يادې څاګانې په داسې سيمو کې کيندل شوي، چې تر دې وړاندې يې خلکو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسي نه درلود په دې سره د يادو سيمو له ٣٠٠ ډيرو کورنيو د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسي پيدا کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS