په لوګر کې له ۷ کورنیو سره د ۱۵۰ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي توکیو مرسته وشوه
له ۷ اړو کورنیو سره د څه باندې ۱۵۰ زره افغانيو په ارزښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ د خاني خیلومڼۍ کلي د پراختیایي شورا لخوا د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې وړه، وریژې، غوړي، خواږه، چای او یو پسه پکې شامل وو.