د نورستان په وایګل ولسوالۍ کې څه باندې ۴۵۰ کورنیو ته څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

Ehsan_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۴ - ۱۰:۱۳
نورستان

د ۲مېلیونه او ۹۷۰زره افغانیو په لګښت سره، د نورستان ولایت د وایګل ولسوالۍ اړوند په همشوز کلي کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ددغه ځای د خلکو ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د یادې شوې شبکې په جوړېدو سره د څه باندې (۴۵۰) کورنیو لپاره، چې پخوا یې د څښاک لپاره پاکې اوبه نه درلودې، د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې. د اوبو رسولو دغه پروژه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د ملي پروګرام له لوري تطبیق شوه چې د جوړولو چارو یې د ځايي اوسیدونکو لپاره ۱۲۰ کاري ورځې ایجاد کړې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۳
Background image

په دایکندي ولایت کې د اوبو رسولو (۴) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم له خوا د دایکندي ولایت په پاتو ولسوالۍ کې د  څه باندې (۲۹،۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (. . .

BACK TO NEWS