د ننګرهار  په نازیانو ولسوالۍ کی د درې نیم  میلیونه  افغانیو په لګښت  د څښاک د اوبو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

Ehsan_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۵:۱۱
ننگرهار

د کلیو بیارغونې او پراختیا  وزارت د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او اوبو لګولو ملی پروګرام له لوري د ننګرهارولایت  د  نازیانو  په ولسوالۍ کی د درې نیم میلونه افغانیو په لګښت د اوبورسولو  یوه شبکه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه .
د ننګرهار ولایت د  کلیو  بیارغونې او پراختیا  رییس انجینر مجیب الرحمن ضیاء وویل دغه شبکه د نازیانو ولسوالۍ د لنډۍ سیمې په منځني  کلي کې جوړه شوې ده  چې د سېمې نږدې څلور سوه کورنیو ته  یې د څښلو اوبه برابرې کړې  او  د خلکو لس سلنې ونډي په  اخېستلو سره په دې پروژه  ۳،۵ ميليونه افغانۍ  لګښت  شوی.
د یادونې  وړ ده، چې  تردې وړاندې د نازیانو ولسوالۍ زړې لنډۍ حیدرجان  کلي  کی هم د یوې شبکې په جوړیدو سره نږدې ۲۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې  وې .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بغلان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بغلان ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د بغلان. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۸:۵۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو پراختیا انسټيټوټ او خصوصي پوهنتونونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیکونه نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۲:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا او خوست ولایتونو قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا او خوست ولایتونو له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS