پر بیرته راستنیدونکو غالۍ اوبدونکو د خوندیتابه توکي وویشل شول
د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام له خوا د بېرته را ستانه شویو افغانانو سره د مرستې په توګه د حفاظتي تدابیرو په مناسبت نن د پلازمېنې کابل د کلیو پراختیا په ریاست کې یو شمېر وسایل وویشل شول، په دې وسایلو کې د غالیو اوبدلو لپاره جامې، خځلنۍ، ملابند او د بدني روغتیا ساتنې په موخه چې د کار پر مهال پاکه هوا تنفس کړي؛ ماسکونه/پوزبندونه ووېشل شول. هېواد ته د بېرته راستنېدونکیو افغانانو لپاره د تشبثاتو د پرمختیا پروژه له څه باندې یو کال راهیسې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام تر سیوري لاندې فعالیت لري، چې د پلازمېنې کابل په ګډون یې ۷ ولایتونه تر پوښښ لاندې نیولي. یادې پروژې په دې موده کې د پلازمېنې په ګډون د هېواد په ۷ ولایتونو کې نږدې ۵۰۰۰ د غالیو اوبدلو کارګاوې په بېرته راستنو شویو هېوادوالو ویشلي، چې په دې توګه یې نږدې پنځلس زره هېواد والو ته د غالیو اوبدلو او پروسس په سکتور کې بوختیاوې پیدا کړې دي. د یادونې وړ ده چې دا پروژه د غالیو اوبدلو په برخه کې هېواد ته د بېرته راستنو شویو هېوادوالو لپاره د روزنیزه لیدنو سربېره، له مارکېټ سره د اړیکو په برخه کې د تولیداتو د پلورنې په موخه اسانتیاوې برابروي، چې اوس یې په دې سکتور کې د حفاظتي تدابیرو یا خوندي ساتنې لپاره نږدې د ۷ میلونه او پنځه سوه زره افغانیو خوندي کونکي وسایل را نیولي، چې په لومړي ځل یې د دې پروژې ۶۰ ګټه اخیستونکو ته په پلازمېنې کابل کې د وسایلو ویش ترسره کړ. د خوندیتابه وسایلو د ویش دا لړۍ په کابل کې د یادې پروژې په ګټه اخیستونکو روانه او په ولایتونو کې به هم په نږدې وخت کې پیل شي.
