د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او د افغانستان بانک تر منځ د مقطعې پانګې د انتقال په موخه توافق‌لیک لاسلیک شو

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۷/۸ - ۱۰:۴۷
امضای قرارداد

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت او د افغانستان بانک تر منځ د ۳۶مېلیونو ډالرو په ارزښت د «مقطعې پانګې» یو توافق‌لیک لاسلیک شو.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر مجیب‌الرحمن کریمي د دې توافق‌نامې د لاسلیک پر مهال وویل: «د دې توافقنامې په پایله کې به د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام WEERDP له لوري په انتخاب شویو کلیو کې د پور او سپما کلیوالي اتحادیو ته بانکې حسابونه پرانیستل شي؛ د دې حسابونو شمېر ۵۰۰۰ ته رسېږي، چې د دې اکاونټونو له لارې به ۳۶مېلیونه ډالر د بلاعوضه مرستو په توګه ۳۴ ولایتونو ته انتقال شي.»
د افغانستان بانک سرپرست رییس ښاغلي عتیق نوشېر د توافق‌لیک د لاسلیک پر مهال وویل: «دا توافق‌لیک د دوه اړخیزو مرستو لپاره لاسلیک کېږي، چې عمده ګټه يې د کلیوالو مالي علم یا Financial literacy لوړول دی.»
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام تمه لري، چې د دې توافق‌لیک په لاسلیکولو سره وکولای شي چې د پروګرام هغه هدف چې په کلیوالي سیمو کې د بې‌وزله مېرمنو اقتصادي او ټولنیزه کچه لوړول دي، لاسته راوړي او د هېواد په اقتصادي پرمختیا کې رغنده رول ولري.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS