په کندهار کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې بريښنا د چمتو کولو کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ په چغري شاه ولي کلي کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د لمریزې بریښنا د تمدید کار روان دی. په دې پروژه کې ۱۴ کیلومتر متره مختلف ډوله کیبل، ۱۴ میترونه، ۳۰ فلزي ستنې، او ۲ پاور سیستمه شامل دي. د پروژې په بښپړتیا سره به ۴۸ کورنۍ بریښنا ته لاس رسی پیدا کړي، باید ووایو چې ددې پروژې په ترڅ کې فني او نا فني کارګرو ته ۵۲۰ کاري ورځې رامنځ ته شوې دي.