د کلیو بیا رغونې او پرمختیا  وزارت د سیمیزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر ۴ کلنې لاس ته راوړنې

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۱ - ۶:۸
دستاوردهای انسجام ساحوی

د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د سیمیزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له ۲۰۱۵ م کاله تر دې مهاله د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې د څه باندې ۵۰۳ میلیونه افغانیو په ارزښت ۹۳ ټولګټې پروژې پلې کړې دي چې له دې ټولګې ۵۷ پروژې بشپړې شوي او ۳۶ پروژې بشپړیدا ته نږدې دي، له دې پروژو ۶۳ پروژې له ملي بودیجې ۲۵ پروژې د اسیايي بانک او ۵ نورې د ایټالیا هیواد له خوا تمویلیږي، ددې پروژو په ترڅ کې ۷۵۶ کاري ورځې رامنځ ته شوي او ۳۴۱ زره او ۹۲۵ کسانو ترې ګټه پورته کړې ده.
استنادي دیوالونه، ګبیون ډوله دیوالونه، بولډرونه، سوپر پسیج، سربندونه، د اوبو خور کانالونه،  سرکونه، ترانسپورتي پلونه او د اوبه خور کانالونه له دې پروژو دي. باید ووایو چې ددې پروژو په پلي کیدا سره د سیمیزو خلکو د ژوندانه په بیلو برخو کې ګټور او پام وړ بدلونونه رامنځ ته شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS