په غور کې پر ۱۵ کیلومتره سرک کریړ اچول پیل شول

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۴:۲۰
غور

د غور ولایت په مرکز فیروز کوه کې د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د کلیوالي لارو جوړولو پروګرام له خوا د ۷.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پر ۱۵ کیلومتره سرک کریړ اچول پیل شول. دا ۱۵ کیلو متره سرک دریو لوریو ته ( ۷ کیلو متره د المند خواته، ۵ کیلومتره د کندیوال پر لوري او ۳ کیلومتره د دره شیخا خواته) غځیدلی دی چې په اوږدو کې ۱۶ پلچکونه هم رغول کیږي.
ددې پروژې د کار په اوږدو کې به د سیمې ګڼ شمیر خلکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړتیا سره به یې د شیخ المند، کندیوال او دره  شیخا د کلیو د خلکو ترانسپورتي ستونزې هم هوارې شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS