په کاپیسا کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو کرنیز کانال کار بشپړ شو

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۰:۲۵
کاپیسا

د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د مرکز پاریات کلي کې د ۱.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو کرنیز کانال د ایستلو چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شو. دغه کانال ۳۲۵ متره اوږدوالی لري چې د ایستلو په ترڅ کې یې ۱۳۸۸ فني او نافني کارګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه. د یاد کانال په ایستلو سره ۱۶۰ جریبه ځمکه خړوبه شوه د یادولو وړ ده چې ۱۱۷ کورنۍ به ددې پروژې له ګټو برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۳:۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیکا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا ولایت له والي الحاج ملا عبدالخالق عابد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د سمنګان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د سمنګان ولایت له والي داملا محمد شعیب رسالت سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS