د مرکزي زون د ولسواليو د کليوالي اقتصاد د پرمختيا ملي پروګرام همغږو کونکو ته څلور ورځني ښوونيز ورکشاپ جوړ شو

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۵/۱۲ - ۱۵:۳۱
WEERDP

د د کليو د بيا رغونې او پرمختيا وزارت د کليوالي اقتصاد د پرمختيا ملي پروګرام WEERDP  هغو کارکونکو لپاره چې د کابل، پنجشير، کاپيسا او پروان ولايتونو په ولسواليو کې د پروګرامونو د همغږه کولو دنده پر غاړه لري، د تدارکاتو، مالي او اړيکو په برخو کې ورته يو څلور ورځني ښوونيز ورکشاپ پيل شو.
ګډونوال له يادو ولايتونو د اړينو مهارتونو د زده کړې لپاره د پروګرام مرکز يانې کابل دفتر ته راغلل. په لومړۍ ورځ د کليوالي اقتصاد د پرمختيا د ملي پروګرام عملياتي مشر محمد وحيد ابراهيم زاده ددغو کارکونکو ددندو پر مهيمو برخو رڼا واچوله، او ټينګار يې وکړ چې په ټاکلو ولسواليو کې دا پروګرامونه په ښه ډول پلي کړي.
ورکشاپ د زمري مياشتې پر ۱۲مه نيټه پيل شو چې د همدې مياشتې تر ۱۵مې نيټې به روان پاتې پاتې شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS