په تخار کې د لس ميليونه افغانیو په ارزښت د ۳،۸۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې

content_manager
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۱۰:۵۰
تخار

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري د تخار ولایت مرکز اړوند په ده باش تالقان کلي کې د ۱۰ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۳،۸۶ کیلومتره سړک د جوړولو چارې پیل شوې.
په دې پروژه کې ۱۶ پلچکونه، ۵۴۰ متره استنادي دیوال او ۸۸۰ متره د ویالې جوړولو شامل دي، چې په کاري بهیر کې به ۲۵۳۶۲ کاري ورځې رامنځته شي.
دا یاد سړک چارې به په شپږو میاشتو کې بشپړې شې او ده باش بالا و پایین، عید بچه و قره ملا  کلي به د تالقان ښار عمومي سړک سره ونښلوي او ۹۰۰ کورنۍ ترانسپورټي ستونزې به حل کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۹:۹
Background image

په پکتیکا ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۴۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د محترم وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د پکتیکا ولایت په ګومل، وازې خوا، ډیله، خوشامند، جاني خیلو، چهاربران او شکین ولسوالیو کې د څه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۸:۵۶
Background image

په ميدان وردګو ولایت کې د پاکو اوبو (۴۰) حلقه څاګانو د کيندلو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د میدان وردګو ولایت په مرکز ميدان ښار، نرخ او سيد آباد ولسواليو کې  د (۴۰) حلقو نيمه ژورو څاګانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۳۸
Background image

په بامیانو ولایت کې د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د بامیانو ولایت په مرکز او يکاولنگ ولسوالۍ کې د شاوخوا (۳۷) میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو (۱۲) شبکو د جوړولو چارې  د دغه. . .

BACK TO NEWS