په غور کې به ژر د ۳۳۰۰ متره اوږد سړک چارې بشپړې شي
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري د غور د لعل او سرجنګل ولسوالي په پیتاب شاهي کلي کې د 3300 مترو په اوږدوالي د سړک د جوړولو کار 40 سلنه مخ ته تللی چې له بشپړیدو سره سم به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د دغې پروژې د تطبیق پر مهال چې نږدې 15 میلیونه افغانۍ لګښت لري او له ملي بودیجې تمویل شوې 4472 کاري ورځې رامنځته او 6599 ځايي اوسیدونکي به ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي.
دغه سړک به چې 9 متره سور لري مارکیټونو ته د ځايي اوسیدونکو د محصولاتو د رسولو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته کوي او د دوی د اقتصاد د رغولو په برخه کې به ګټور پریوځي.