‏ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې د۱ ‏میلیارد او ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۴ پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.‏

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۱۲:۶
‏ د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې د۱ ‏میلیارد او ۴۵  میلیونه افغانیو په ارزښت د ۹۴ پرمختیایي پروژو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.‏

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د هیواد په ۲۳ ولایتونو کې د ‏پرمختیایي شوراګانو او ځینې خصوصي شرکتونو سره د ۹۴ پرمختیایي پروژو تړونونه لاسلیک کړل. ‏دا پروژې چې د هیواد له ملې بودیجې تمویلیږي د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو ‏پروګرامونو د همغږۍ دفتر له لوري پلې کیږي. ‏

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر ددې پروژو د تړون د لاسلیک کولو په خبري غونډه کې وویل: (دا ۹۴ ‏پروژې چې ټولیز لګښت یې ۱ میلیارد او ۴۵ میلیونه افغانۍ دی او ۱۰ سلنه د خلکو ونډه هم په کې ده، ‏په بدخشان، بادغیس ، بغلان ، فراه، غور، کابل، کندهار، کاپیسا،خوست، کونړ، کندز، لوګر، ننګرهار، ‏پکتیا، پنجشیر، پروان، تخار، میدان وردګو، غزني، لغمان، پکتیکا، نورستان او زابل ولایتونوکې ‏تطبیقیږي.)‏

ښاغلي کریمي زیاته کړه چې ددې پروژو د تطبیق په ترڅ کې د کلیوالو لپاره ۳۱۴ زره کاري ورځې ‏رامنځته کیږي او نږدي ۲۰۵ زره تنه به ترې کټه پورته کوي.‏

باید ووایو چې په دې پروژو کې د محافظتي او استنادي دیوالونو جوړول، د اوبو لګولو ‏کانالونه،ترانسپورتې پلونه، د دویمې درجې کلیوالي سړکونه، ګبیوني او بولډر دیوالونه، کانکریټي ‏سړکونه، کاریزونه او سربندونه راځي.‏

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS