کوټ ولسوالۍ کې د ۶۶۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۷ - ۹:۳۴
ننگرهار

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ‌الصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت دکوټ ولسوالۍ په کوز هندراني، حیدرخېل او وچه غاړه کلیو کې د څښلو د اوبو درې شبکې جوړې او په دې وروستیو کې د خلکو ګټنې ته وسپارل شوې. د څښلو د اوبو په دغو لمریزو شبکو باندې ټولټال ۷میلیونه او ۶۲۶ زره افغانۍ لګښت راغی چې ۹۰ سلنه یې د حکومت او لس سلنه یې د اړوندو ټولنو له خوا ورکړل شو. د اوبو رسولو یادې شوې درې پروژې د اړوندو ټولنو د پرمختیايي شوراګانو له خوا تطبیق شوې چې د جوړولو چارو یې د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۳۴۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۶:۱۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال په ننګرهار کې د پراختیايي پروژو د کار له بهیر څخه څارنه ترسره کړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ښاغلي الحاج محمد ارسلاح خروټي ننګرهار ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د بېرته راستنېدونکو کډوالو ښارګوټي کې د. . .

BACK TO NEWS