کندهار کې د ۸.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۳۳.۴۱ کیلو واټه لمریزې بریښنا د تولید د شبکې کار روان دې

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۷ - ۲۰:۲۹
کندهار

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د الله داد پراختیایي شورا له لوري د لمر یزې بریښنا د شبکې د جوړولو کار روان دی. د غه شبکه د ۸ میلیونه او ۷ سوه زره افغانیو په لګښت جوړیږي چې لس سلنه د خلکو ونډه هم پکې شامله ده. په دې شبکه کې ۱۷۴ تختې ۳۰۰ واټه سولري هیندارې او ۲۰۰ امپیره ۱۰۴ بطرېو پر نصب سربیره ۴۶۰۰ متره المونیمي تار غځیدلی دی. د دغه پروژې د جوړیدو په بهیر کې د ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو لپاره به ۴۲۶ کاري ورځې رامنځته شي. د یادونې وړ ده چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به ۲۸۴ کورنۍ ترینه گټـه واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۳:۳۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له مخورو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان ولایت. . .

BACK TO NEWS