کندهار ولایت  کې له ۲۴ اړو کورنیو سره څه باندې د  ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه

Ehsan_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱/۴ - ۱۲:۵۰
کندهار

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانکونو له لوري له ۲۴ اړو کورنیو سره څه باندې د  ۱۳۶ زره افغانيو په ارزښت د کندهار ولایت د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د محمد عیسی او اتفاق پراختیایي شوراګانو لخوا د خوراکي توکو مرسته وشوه. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې پروګرام (SIG) لخوا  چې د خلکو ونډه هم پکې وه، کلیوالو ته وړاندې شوې چې غنم، اوړه، دال، مالګه او غوړي پکې شامل وو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۹ - ۰:۵۲
Background image

په کاپیسا کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د کاپیسا ولایت د مرکز محمود راقي په عاشقان کلي کې د ۴.۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی.
دا شبکه به په سولر پمپ. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۹ - ۰:۴۷
Background image

په خوست کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د لمریزې برښنا د یوې پروژې د جوړولو کار بشپړ اوګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لخوا د ۲.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۱ کیلوواتو په ظرفیت د لمریزې برښنا د یوې پروژې د جوړولو کار د خوست ولایت د ګربزو. . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱/۱۹ - ۰:۴۱
Background image

په پنجشیر کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۲۹۱ متره کانال د بیا رغونې کار پیل شو

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږۍ دفتر له خوا د پنجشیر ولایت د پریان ولسوالۍ په کلکوای کلي کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو د ۲۹۱ متره کانال د بیا. . .

BACK TO NEWS