کلي په کلي، کور په کور د کرونا وایروس سره مبارزه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروگرام هڅه کوي، چې کلي په کلي او کور په کور د کرونا وژونکي وایروس په اړه عامه پوهاوی رامنځته کړي، تر څو د بېوزله هېوادواله ژوند ته پېښ گواښ کم کړي.
پههمدې لړ کې له هرات، بلخ، خوست او کندهار ولایتونو څخه وروسته د بامیان ولایت د یکاولنگ ولسوالۍ په قرغان او گیرو زارین کلیو کې د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ.
پهدې کمپاين کې د گډونکوونکيو ته سپارښتنه وشوه، چې فزيکي واټن مراعت، لاسونه ورځ کې څو وار په گرمو اوبو مینځل، د رېزش او زکام پر مهال خپله کاسه او د خوراک لوښې بېلول او له نورو واټن نېول...او نورې گټورې سپارښتنې شریکې شوې.