په کونړ کې د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۳۶۲ متره اوږد محافظوي دیوال کار بشپړ شو
د کلیو د بیارغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کونړ ولایت د پیچ درې ولسوالۍ اړوند د ګورو کلي د پراختیایي شورا لخوا د ۳.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو محافظوي دیوال په جوړیدو سره د ۱۹۸ کورنیو شاوخوا ۴۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې د سیلاوونو له ګواښه وژغورل شوې.
دغه محافظوي دیوال ۳۶۲ متره اوږدوالی لري چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د پروژې د کار په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۲۷۳۰ کاري ورځې رامنځته شوېدي.
