په کندهار کې ۵۰۰۰ کليوالوته د کرونا وایروس څخه د خوندیتوب په پار د ۱۰ زره چکیو ډیټول صابون د ویش لړۍ پیل شوه

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۹/۲/۶ - ۰:۱۴
کندهار

۵۰۰۰ کلیوالو ته د کرونا ویروس څخه د خوندیتوب په پار د ۱۰ زره چکیو ډیټول صابون د ویش لړۍ د کندهار ولایت په پنجوایي ولسوالۍ کې د ولسي تړون ملي پرو ګرام لخوا پیل شوه. دغه مرسته په نوموړې ولسوالۍ کې د ۱۴۹۲ پراختیایي شوراګانو ډیرو بې وزلو کورنیو ته ۲۹۸۴ چکۍ صابون او د دې شوراګانو د روغتیایي کمیټو ۳۵۰۸ غړو ته ۷۰۱۶ چکۍ صابون د ویش سره سره به د کرونا ویروس څخه د ځان ساتنې په موخه د عامې روغتیا وزارت د لارښود سره سم د پنجوایي ولسوالۍ په ټولو کلیو کې عملي لارښوونې هم وشي. د یادونې وړ ده چې د دغه ولایت د برنامې ولایتي واحد دفتر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ له یونسیف ادارې څخه یاد شمیر ډیټول صابون تر لاسه کړی چې کلیوالو ته به د کرونا وایروس څخه د ځان ساتنې لپاره وویشل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ د اوبو ذخیروي بند د کار له بهیر څخه لیدنه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال الحاج مولوي شرف الدین مسلم، د دغه وزارت د اوبو رسولو او روغتیا ساتنې، د څارنې او ارزونې ریاستونو انجنیرانو د قادس ذخیروي بند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۸:۳۷
Background image

د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ سیمینار پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مرکزي او ولایتي رئیسانو د همغږۍ درې ورځنی سیمینار نن د انټرکانټیننټال هوټل په تالار کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۸:۴۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د فراه ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د فراه ولایت له الحاج ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د فراه. . .

BACK TO NEWS