په کندهار کې له ۱۵ کورنیو سره څه باندې ۱۶۳ زره افغانۍ مرسته وشوه
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون د غلو دانو د بانکونو له خوا د کندهار ولایت په شګۍ ولسوالۍ کې له ۱۵ اړمنو کورنیو سره د څه باندې ۱۶۳ زره افغانیو په ارزښت د خوراکي او ناخوراکي توکیو مرسته وشوه دا مرستې د کلیوالو وګړو او ولسي تړون پروګرام له خوا بې وزلیو کورنیو سره وشوې چې وریژې، غوړي، غنم، چای، بوره او مالګه هم له ویشل شویو توکیو دي.